له تېر ۲۴ ساعتونو د کورونا وېروس د کومې مثبتې پېښې د ثبتېدو راپور نشته

روهي(څلورنۍ/۲۸ د کب)، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. خو د عامې روغتیا وزارت وياند وحيدالله مایار بي بي سي ته وویل، چې د کورونا وېروس د مشکوکو پېښو شمېر ۳۴۰ ته ورسېد.
 
ولسمشر غني ۴۰۰ میلیونه افغانۍ هرات ته بېلې کړې. په ورته وخت کې چارواکو ویلي چې د اسلام کلا پولې ته يې د حرارت موندنې نورې وسیلې او تجهیزات هم لېږلې. تر دې مخکې به د مسافرو د کتلو لپاره یوازې د تبې د سنجولو وسیله کارېده. تراوسه په ټول افغانستان کې د کورونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۱۳ يې په هرات، ۳ په سمنګان، دوې يې په لوګر او یوه یوه یې په بلخ، کاپیسا، دایکندي او بادغیس کې ثبت شوې دي.
 
ښاغلی مايار وايي چې ځینې روغتونونه او لابراتوارونه د ډېرو پیسو په بدل کې د کورونا وېروس ازموينې کوي چې د هغه په وینا دا سم کار نه دی او له دغو کسانو سره جدي چلن کېږي.