د افغانستان او نوي ډيلي ترمنځ هوایي تګ راتګ د کورونا وېروس له امله بند شوی

روهي(څلورنۍ/۲۸ د کب)، د افغانستان او نوي ډيلي ترمنځ هوایي تګ راتګ د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله د مارچ تر ۳۱مې نېټې بند شوی دی. نوي ډيلي کې د هند سفارت وایي چې د اوس لپاره یې هر ډول قونسلي خدمتونه هم درولي او یوازې بېړني حالت کې هند کې مېشت افغانان ورسره اړیکه نیولی شي.
 
پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لارې لا له وړاندې تړلي او بهرنۍ الوتنې یې محدودې کړي دي. په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۳ ته رسېدلی او هلته حکومت د پي ایس ایل یا د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ سیالۍ ځنډولې دي. یوازې په سند ایالت کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې له ۱۵۰ اوښتې دي.
 
الجزائر کې د فتوا کومېټې پرېکړه کړې چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره د جمعې او په جوماتونو کې د نورو پنځه وخته لمنځونو جمعې دې وځنډول شي او د ټولو جوماتو دروازې دې وتړل شي. قطر کې د دې وېروس څه باندې ۴۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.