روهي(څلورنۍ/۲۸ د کب)، یوازې د مکې مکرمې او مدینې منورې حرمینو کې به په جماعت لمونځ دوام لري. سعودي عربستان له روغتیايي او خوارکي توکو پرته د دوو اونیو لپاره د ټولو سکټورونو چارې ځنډولې او جوماتونه یې بند کړي دي
سعودي وړاندې دغه هېواد ته د ۲۵ هېوادونو وګړو ته د زیارت کوونکو او عمرې وېزې درولې وې.دغه هېواد دا هم ویلي وو، چې د خلیجي هېوادونو د همکراۍ شورا د غړو هېوادونو وګړي او هلته د سعودي مېشت وګړي سعودي ته تګ-راتګ نه شي کولی.
حکومت دا هم ویلي، چې خپلې سمندري پولې به په بشپړه توګه وتړي، همدارنګه له ایټالیا سره یې هوايي سفر هم بند کړی او له جرمني، فرانسې، برتانیا او مصر سره یې هم د کورونا وېروس له وېرې خپلې الوتنې کمې کړې دي.
وروستي