کرونا دد امریکا ټولو ۵۰ ایالتونو ته ورسېد

روهي(څلورنۍ/۲۸ د کب)، راوسه امریکا کې له کورونا ویروس ۱۰۸ کسان مړه شوي او له شپږ زرو درې سوو ډېر یې نیولي دي.په نړیواله کچه نږدې دوه لکه کسان کورونا شوي او له دې ویروس تر اتو زرو کسان مړه شوي دي.ویرجینیا کې د سې شنبې په ورځ د کورونا ویروس د لومړۍ پېښې ثبتېدو سره اوس دا وژونکی ویروس د امریکا ټولو ۵۰ ایالتونو ته ورسېد.د لوېدیځې ویرجینیا والي جېم جسټېک د لومړنۍ پېښې د اعلانولو پرمهال وویل: موږ پوهېدو چې راځي.
 
د نیویارک ښاروال وايي، د سن فرانسیسکو د یوې سیمې په څېر کلابند سیمې جوړولو باندې غور کوي.د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس وايي، سپینه ماڼۍ ممکن له خپل پوځ وغواړي چې که ایالتي والیانو غوښتنه وکړه، نو د ویروس ګرمه ساحه کې ګرځند روغتونونه جوړ کړي.
هغه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، د پوځ له انجینرانو ښايي وغوښتل شي چې ساحوي روغتونونه جوړ کړي یا هم د شته روغتونونو پراختیا کې همکاري وکړي.