د كرونا وبا او د شرعي اسبابو ناسم تعبير

د كرونا وبا چې ټوله نړۍ کې ډېره په چټکۍ سره مخ په خورېدو ده، ټول نړيوال يې انديښمن کړي او يو هر اړخيز ناورين يې رامنځته کړي دى، خو په اړه يې ﺯمونږ په ټولنه کې ستره تېروتنه کرونا د مخنيوي د حسي اسبابو او طبي لارښوونو په وړاندې بې باکي لا پروايي او نه عملي کول دي چې د اړونده موثقو جهتونو له خوا وړاندې کېږي او ترڅنګ يې د شرعي اسبابو څخه ناسم تعبير او د شرعي نصوصو يوه برخه راخستل او بله برخه له پامه غورځول دي پدې پلمه چې مونږ په تقدير ايمان لرو او په الله تعالى مو توکل پياوړي دي، پرته له شکه دا سمه ده خو هېڅکله هم په تقدير ايمان لرل او په الله تعالى توکل کول د مشروعه حسي او طبي اسبابو استعمالو سره په ټکر کې نه دي.

بايد شرعي اسبابو ته مخه کړو، لکه:
- توبه ويستل او له ګناهونو ډډه کول؛
- د نبوي ژغورونکو ويناوو د ويلو پابندي کول؛
- لمونځ په کلکه کول په تېره بيا د سحر لمونځ؛
- د سحر، ماښام د لمانځه نه ورورسته، د خوب نه مخکې او وروسته اﺫکار ويل؛
- صدقې او خيراتونه کول؛
- الله تعالى ته انابت او عاجزي کول؛
- دعا ته مخه کول او په ټولو نيکو عملونه کې ﺯيار ويستل؛

خو ترڅنګ يې بايد حسي اسباب او طبې لارښوونې هم جدي ونيسو او په کلکه يې عملي کړو.

په دواړو کې افراط او تفريط مو د بربادۍ لامل ګرځي، لومړي مو ايمان بربادوي او دويم مو ژوند له خطر سره مخ کوي.

په الله تعالى د ﺯړه اعتماد او پياوړي باور او ورسره د مشروعه  حسي او طبي اسبابو يو ځاى کول رښتني توکل دى.

مونږ ټول د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې په وړاندې مسٶليت لرو او بايد مسٶليت په ښه شکل ادا کړو له اهمال او بې ځايه تبليغاتو ډډه وکړو.