اسلام کامل دین دی ټولې آسانتیاوې پکې شته، د مور او پلار له درناوي نیولې، د ګاونډي حقوق او تر انسان دوستي پورې خلک په ورورولي، مینه او ترحم دعوت کوي.
همدا راز سوداګر باید خپل مال کې هر کال زکات ورکړي او هغه سوداګري برکتي وي، چې خلکو ته یې ګټه ورسیږي. سوداګر او بډايه خلک باید لږ صدقه او خيرات بېوزلو خلکو ته ورکړي او د ستونزې په وخت د خپل توان مرسته هیواد والو سره وکړي او پاک خدای بېرته په بدل کې یې څو برابره د مرستې بديل ورکوي.
دا او دېته ورته مسایل، چې راته له وړوکوالي په کور، مکتب، جومات او کتابونه کې ویل شوي، ما تل ځان سره فکر کاوه که چېري دا شیان وي نو ولې داسې ستونزې نړۍ کې بیا د مسلمانانو په منځ او اسلامي هیواد کې شته چې له هغه مسلمانان وکړېږي؟؟
د هرې ورځې په تېرېدو سره لږ لږ متوجه کېږم چې بدبختانه زموږ زیاتره خلک د پوهاوي نشتوالي او حرص له امله د اسلام سپيڅلي دين څخه ناخبره او له اسلامیت لرې کارونه کوي، یو بل سره حسد، ناسالم رقابت، دښمني، بخیلي کوي، زړه سوی نلري موږ یوازې په خوله وایو چې شکر الحمدالله مسلمان یو، خو زیاتره کارونو مو د اسلام د اوصولو او قوانينو خلاف دي هغه کارونه چې د یو مسلمان په توګه بايد ترسره نکړو خو بیا يې هم کوو!!!
یوازې د خپلې ګټې په اړه فکر کوو د بل چا درد، غم او ستونزو په اړه هيڅ فکر او احساس نکوو او که وي هم ډېر کم دی.
ښکاره مثال یې په دې څو ورځو کې د کرونا له ناروغیو څخه د یوشمېر سوداګرو ناوړه ګټه پورته کول دي سره له دې چې پوهیږو افغانستان له هر اړخه جګړو ځپلی او په ستونزو کې ډوب هېواد دی او بېوزله کورنۍ ډيرې پکې اوسیږي.
له ورځني پېر او پلور څخه چې کومې پیسې ترلاسه کوي د خپل کورنۍ له پاره ورځ کې لومړني مواد اخلي، خو زیات شمېر سوداګر مو دوی باندې احتکار کوي، کوم هټیوو کې چې لومړني مواد یې آن پیاده رو پورې بند کړي و، اوس دوکانونو کې هم نه ښکاري او خلکو باندې يې په دوه او درې چنده پلوري.
احتکار حرام دی او په اړه يې سخت ذکر شوی دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من احتكر فهو خاطئ (المسلم ) يعنې څوک چې احتکار کوي هغه ګناه کار دی.
هغه هیوادوال مو چې د خوراکي او نورو مواد توان لري باید د خپل ضرورت په اساس لومړني توکي وپېري ترڅو نورو له پاره ستونزمن نشي آن کولی شي د یو کورنۍ له پاره يې خپله واخلي.
راځئ؛ چې یوازې په خوله نه بلکه په عمل کې هم ریښتیني مسلمانان و اوسو او په اسلامي اصولو باندې عمل وکړو یو پر بل باندې ترحم او عاطفه ولرو، په دې سره به مو د يو مسلمان په صفت خپل حق او مسووليت ادا کړی وي.
وروستي