کرونا ويروس اندېښنو سره - سره جاپان د نړيوال المپيک کوربتوب کوي 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، جاپاني چاوراکي وايي چې د کرونا ويروس د اندېښنو او ويرو سره - سره د المپيک لوبو لپاره چمتوالی لري او اړين تدابير يې ورته نېولي دي. 

د جاپان لومړي وزير شینزو آبه خبريالانو ته ويلي دي چې که څه هم نړۍ کرونا ويروس په سره اخېستې دي خو دی به د پوره چمتوالي سره د سږني کال المپيک لوبې تر سره کړي. 

جاپان په داسې وخت کې د المپيک لوبو د تر سره کېدو وايي چې په دې هېواد کې د کرونا ويروس ۱۴۰۰ مثبتې پېښې بثت شوي دي او ۲۸ کسان يې وژلي دي. 

د ياودنې ده چې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د ورزشي لوبو په ګډون ټولې هغه ګڼيزې ناستې او راټولېدنې لغوه او ځنډولې دي چې د کرونا ويروس د خپرېدو شونيتا لري.