خليلزاد د داعش پر وړاندې د طالبانو له دريځ هرکلی کړی 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د داعش او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د طالبانو د اعلاميې هرکلی کړی. 

نوموړي پر ټوېټر ليکلي دي، "‏زه د طالبانو د اعلامیې چې د داعش غندنه کوي او په افغانستان کې د داعش «د استخدام، تمویل، یا روزنې» د هڅو د مخنیوي ژمنه کوي، هرکلی كوم. دا د القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو چې متحده ایالتونه یا متحدین یې ګواښي، په ضد د طالبانوعمومي ژمنې (زموږ په موافقتنامه کې) ښيي."

خليلزاد وړاندې ذکر کړي، "‏موږ تمه لرو چې طالبان به خپلې ژمنې تر سره کړي. زموږ لخوا په موافقتنامه کې د شویو ژمنو پوره کول به د طالبانو له لوري په ژمنو عمل کولو پورې تړلي وي. د طالبانو د داعش په اړه اعلامیه او په کنړ کې د ترهګرو پر وړاندې د هغوی وروستي عملیات، مثبت ګامونه دي."

د طالبانو او امريکايانو ترمنځ دوحه کې د سولې تړون يو ماده دا هم ده چې طالبان به په افغانستان کې د داعش او القاعده په څېر نورو وسله والو ډلو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي او له امريکا سره به يې پر وړاندې ګډه مبارزه کوي.