
روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ ملي تلويزيون له لارې هېواد کې د کرونا ويروس د خلکو اندېښنو په اړه ويډيويي پيغام خپور کړ.
ولسمشر غني افغان ولس ته ډاډ ورکړ چې هېواد کې د خوراکي توکي کمښت نه دی رامنځ ته شوی او دا ځيني سوداګر دي چې د خپلو ګټو په پار داسې اوازې اچوي.
غني له افغانانو وغوښتل چې د خوراکي او لومړيو توکو د کمښت په پار تشويش ونه کړي او په دې برخه کې د ځينو کسانو ه اوازو خپرولو دې باور نه کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دا ډول اړوند ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د دولتي زېرمو څخه دې ۲۴ زره ټنه غنم ووېشل شي.