
روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، ايټاليا کې د کرونا ويروس وروستۍ شمېر ښيي چې د مړو شمېرل ۱۸۰۹ او د ککړو کسان شمېر يې تر ۲۴۷۴۷ تنو ته ورسېد.
يوازې تېره ورځ په ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۸ کسان د کرونا ويروس له امله په ايټاليا کې مړه شول. له چين وروسته ايټاليا هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس دېری قربانيان لري. له ايټاليا وروسته بيا ايران درېيم ځای خپل کړی.
اروپا کې د هسپانيا هېواد حکومت بيړنی وضعيت کړی دی او د کرونا ويروس مثبتو پېښو شمېر په ۲۰۰۰ زره کسانو ته رسېدلی دی.
افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته ورسېد خو تر اوسه کوم کس مړ شوی نه دی.