د الازهر فتوا: د جعمې ورځې او نور لمونځونه دې په کورونو کې ادا شي 

روهي (درې نۍ/۲۷ د کب)، د مصر الازهر ستر ديني بنسټ عالمانو فتوا ورکړې ده چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره دا جايزه ده چې مسلمانان د جمعې ورځې او پنځه وخته نور لمونځونه د جومات پر ځای کورونه کې ادا کړي. 

دغه فتوا کې ويل شوي دي چې کرونا ويروس يو خورېدونکی ويروس دی نو د خلکو ژوند ژغورلو لپاره دي لمونځونه په کورونو کې ادا شي. له خلکو غوښتل شوي دې چې د جمعې ورځې لمونځ د ماسپيښين لمونځ په ډول کورونو کې ادا شي. 

د الازهر ديني عالمانو دغه فتوا کې ويل شوي دي چې مسلمانان بايد د شريعت په رڼا کې د روغتيايي مسوولين لارښوونې عملي کړي تر څو د دغه ويروس د لا خپرېدو مخه ونېول شي. 

د يادونې ده چې افغانستان کې يو شمېر ديني عالمان د کرونا ويروس د مخنيوي په پار جوماتونو کې د لمونځ نه تر سره کولو سره مخالف دي او ټېنګار کوي چې جوماتونه د خلاصون ځای دی او بايد په کې لمونځونه تر سره شي.