بيړنی خبر: مزارشريف ښار کې چاودنه شوې 

روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، د هېواد له شمالي بلخ ولايت راپورونه وايي چې کابو ساعت وړاندې د مزارشريف خبريال نومي سړک کې چاودنه شوې. 

دغه چاودنه د پوليسو په يو موټر پسې شوې ده. پېښه کې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د بلخ د پولیسو وياند عادل شاه عادل رسنيو ته د پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې وژل شوی او ټپيان پوليس دي. 

دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسليک وروسته د طالبانو په بريدونو کې کموالی راغلی دی او په لوی ښارونو کې دا ډول بريدونه بې ساري دي. تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.