د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (دوه نۍ/دوشنبه) 

رويټرز: جاپان خپل يو وګړی په اعدام محکوم کړ 
روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، جاپان کې يوې محکمې ساتوشي اوماتسو نومي جاپانی په اعدام محکوم کړ. ساتوشي اوماتسو ۳۰ کاله عمر لري او په ۲۰۱۶ کال کې يې ۱۹ کسان وژلي وو. 

ساتوشي اوماتسو په دې تورن وو چې په ۲۰۱۶ کال کې يې ۱۹ معيوب جاپانيان په چاړه وژلي وو. دی هغه وخت د پوليسو له خوا نېول شوي وو، او نن ورته د اعدام سزا وټاکل شوه. 

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته  جاپان کې په يو ځای د ۱۹ کسانو وژل بې سارې ډله ييزه وژنه شمېرل شوې. د محکمې  د حکم پر بنسټ ساتوشي اوماتسو جاپانی به څه وخت وروسته اعدام شي. 

۲۰۱۶ کال کې په دې پېښه کې په لسګونه نور کسان ټپيان شوي هم وو. ساتوشي اوماتسو هغه مهال پر يو شمېر معيوبو کسانو د چاړو بريد وکړ چې دوی په خوب بېده وو. 

ساتوشي اوماتسو محکمې ته په اعتراف کې ويلي دي چې ياد ۱۹ کسان يې ځکه ووژل چې دوی معيوب وو او د ټولنې لپاره بار ګرځېدلي وو. 

الجزيره: نايجريا کې د ګاز پايپ چاودنه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۰۰ کورونه وسوځېدل
روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، د نايجريا په لاګوس نومي سوداګريز ښار کې د ګاز پايپ لين په چاودنه کې ۱۷ وژل شوي، لسګونه ټپيان او تر سلو زيات نېږدې کورونه سوځېدلي دي. 

د نايجريا حکومت د بيړنو پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې وياند ابراهیم فارینلو ته ويلي دي، چې دې پېښه کې په لسګونه موټر او موټرسايکلونه هم په بشپړ ډول سوځېدلې دي. 

چارواکو ويلي  دي چې د چاودنې د شدت له امله شاخوا کورونه هم نړېدلي دي. چاودنه هغه وخت شوې چې يو لوی يا ټرک موټر له د ګازو دغه پايپ لين سره ټکر وکړ. 

که څه حکومتي مسوولين د چاودنې لامل د ګاز ټنکر يادوي خو په سيمه کې اوسېدونکي او عيني شاهدان وايي چې چاودنه د ګاز ټنکر په اساس نه بلکې د بم چاودنه وه. 

اسوشېټېيډ پرېس: خپل موبايل او کمپيوټر مو هم په کرونا ويروس اخته کولی شي 
روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، که هره ورځ څو ځلې لاسونه ومېنځئ، ماسک واچوئ او خلکو سره له نېږدې کېدو ډډه وکړئ، بيا هم شونتيا شته چې په کرونا ويروس اخته شي. 

هغه کسان چې په دفترونو کې کمپيوټر کاروي او هم خپل ګرځنده موبايل سره يې اړيکه زيات وي، د کرونا ويروس د مخنيوي هڅو سره - سره بيا کېدای شي له خپل موبايل او کمپيوټر ورته کرونا ويروس ورسيږي. 

دې وروستيو کې د ساينس پوهانو څېړونو په ګوته کړې ده چې کورنا ويروس پر پالستيکي او اوسپنيزو سطحو چې تودخی يې له ۳۰ سانتي ګرېډ ټيټ وي، تر درېيو ورځو ژوندی پاتې کيږي. 

هغه کسان چې د ورځې په ترڅ کې له کمپيوټر او موبايل ډېر کار اخلي نو که هره ورځ څو ځلې لاسونه مينځي شونتيا شته چې پر کمپيوټر او موبايل يې کرونا ويروس ژوندی پاتې شي. 

ساينس پوهان او روغتيا پالان سپارښتنه کوي چې د خپلو لاسونو د مېنځلو ترڅنګ بايد هر ورځ د خپل کاري ميز سطحه، کمپيوټر او موبايل ټيلفون چې تاسې ور سره په تماس کې يئ،  بايد د کرونا او ميکروب ضد مايع سره پاک شي. 

سپارښتنه دا ده چې مايع پر کمپيوټر، ميز او موبايل مه شېندئ، بلکې يوه پاکه ټوټه يا کاغذي دسمال  لوند کړئ او بيا پرې خپل دفتري ميز، د کمپيوټر سکرين او کيبورډ او همدا ډول لاسي موبايل پاک کړئ. 

هغه وخت چې دا چاره تر سره کوئ، نو  د ځان ساتنې لپاره کمپيوټر او ګرځنده موبايل خاموش او له برېښنا يې لېرې وساتئ. 

په لويه کې د کرونا  ويروس د مخنيوي لپاره نه يوازې د خپل وجود بلکې د چاپيريال او هغه ځای چې تاسې په کې اوسئ بايد توجه وشي. 

جيونيوز: پاکستان کې هره ورځ په ۸ ماشومانو جنسي تيری کيږي 
روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، پاکستان کې د جنسي ځورونو او ماشومانو په اړه يو تازه راپور ښيي چې ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې هره ورځ اته کسان تر جنسي ځورونو او تيرو قرباني شوي دي. 

دغه راپور وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ځورونو او تيرو کچه ۲۵ سلنه د نورو کالونو په پرتله را ټېټه شوې ده، خو بيا هم ذکر شوې شمېر د اندېښنې وړ دي. 

د ياد راپور په حواله تېر ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان په څلورو ايالتو کې 2,846  پېښې ثبت شوي دي، چې پر ماشومان جنسي تيری، جنسي ځورونه، تښتونه، بچه بازي، ډله ييز جنسي تيري او نور په کې شامل دي. 

ياد کال کې ۱۰۴ پاکستاني ماشومان چې عمرونه يې قانوني حد ته نه وو رسېدلي په زور واده کولو ته اړ کړل شوي او واده شوي دي، چې ډېری يې نجونې دي. 

دغه راپور کې ويل شوي دي چې هغه ماشومان چې جنسي ځورول شوي دي عمرونه يې له يو کلنۍ شروع بيا تر ۱۵ کلنۍ پوري رسيږي. د 2,846 قرباني ماشومانو له منځه ۵۴ سلنه نجونې او ۴۶ لنه هلکان ښوودل شوي دي. 

العربيه: ګرجستان پر خپل هېواد بهرني وګړي بند کړل 
روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، د ګرجستان حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي په پار پرېکړه کړې دي، چې دغه هېواد ته د يوې لنډې مودې لپاره به د بهرنيو ګرځندوی راتګ بند وي. 

د ګرجستان کابينې نن ورځ په يوې ناسته کې پرېکړه کړې، د هوا او ځمکې له لارې د نورو هېوادونو وګړي نه شي کولی ګرجستان ته لاړ شي. 

دغه هېواد کې د کرونا وژونکي ويروس ۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو ته رسېدلی دی، چې نېږدې شپږ زره کسان يې وژلي او تر يو لک ډېر نور پرې ککړ شوي دي.