تازه: هرات کې د کرونا يو بله پېښه هم ثبت شوه او په دې سره يې افغانستان کې شمېر ۲۲ ته ورسېد

روهي (دوه نۍ/۲۶  د کب)، هرات ولايت کې د کرونا وژونکي ويروس يو بله مثبت پېښه هم ثبت شوه، دې سره افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته ورسېد. 

افغانستان کې تر اوسه په هرات، بلخ، لوګر، کاپيسا او سمنګان ولايتونو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي دي. همدا ډول له رهات ولايت ۴۰ مشکوک ناروغان نن د دغه ولايت له حوزوي روغتون تښتېدلي دي. 

افغان حکومت کرونا سره د مبارزې لپاره هڅې پيل کړي دي خو خلک او په ځانګړي ډول د هرات اوسېدونکي په دې برخه کې حکومت په بې پروايۍ تورنوي.