هرات: د کرونا ويروس ۵۰ مشکوک ناروغان له روغتنون په تېښتی بريالي شوي 



روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، له لوېدېځ هرات ولايت راپورنه وايي چې د دغه ولايت له حوزي روغتون پنځوس هغه کسان چې د کرونا ويروس نښې - نښانې په کې لېدل شوې وې، له روغتون تښتېدلي دي. 

د هرات د حوزوي روغتون ډاکټران د پېښې تائيد کوي او زياتوي چې ياد ۵۰ تنه ناروغان په تېښته بریالي شوي. تښتېدلو کسانو له دې وړاندې روغتیایي مسؤلین په بې پروایئ تورنول.

افغانستان کې د کرونا ويروس پنځه نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې، چې دوه يې په لوګر، دوه په هرات او يوه په سمنګان کې وه. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ