آيا عبدالله عبدالله د شاته تګ لار لري؟ 

د ملي يووالي حکومت مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنيزو جنجالونو کې له تېرې يوه - نيمې لسيزې تجربه لري. نوموړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره ټاکنو ته ولاړ وو چې له ماتې وروسته يې ټاکنيزې ناندارۍ او شخړې پيل کړې. ډاکتر عبدالله عبدالله د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د ناندريو وروسته يو څه اندازه خو په ۲۰۱۴ کال کې يې بيا له ولسمشر غني ډېره سياسي برخه تر لاسه کړه. 

د ۱۳۹۸ل کال په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله پرېکړه د تېر په پرتله ډېره توپيري، سخته او ژوره وه. دا ځل عبدالله عبدالله د ټول - ګډ په نوم موازي حکومت اعلان کړ. عبدالله عبدالله چې له تېرو ۱۹ کالونو د ديموکراسۍ تر چتر لاندې ژوند کوي، د هېواد اساسي قانون او نړيوالو اعلاميو او قوانينونو څخه د ملاتړ او پلي کېدو ادعا کوي، په خپل وجدان کې هم ورته موازي حکومت له ټولو نړيوالو او کورنيو اصول سره په ټکر کې ښکاري. 

د موازي حکومت د اعلان پرېکړه تر شا درې  لاملونه وو. 
لومړی دا چې عبدالله عبدالله د سياسي فشار په توګه دا کار وکړ. د نوموړي سلاکارانو به مشوره ورکړې وي، چې د موازي حکومت د اعلان اوازې، خبرداري او ګواښونه او بيا په عمل کې د موازي حکومت اعلان ولسمشر غني او نړيواله ټولنه اړه کړي، چې له ده سره معامله وکړي او په واک کې يې شريک کړي. د عبدالله عبدالله او د هغې ټيم دغه وړاندي وينه تر يو بريده سمه وختله. د ولسمشر غني په شمول امريکا او کورني سياستوال اړ شول چې له عبدالله عبدالله سره د خبرو لار ونېسي او نوموړی د يو څه سياسي واک پر ورکړې راضي کړي. خو دا چې سياسي برخه د عبدالله عبدالله لپاره له تېر کمه وه نو دی ور سره جوړ رانغی. 

دويم لامل يې احساسات وو. عبدالله عبدالله که څه هم د ولسمشر غني په پرتله نرم او باحوصله ښکاري خو ځيني وخت بې ځايه احساساتي کيږي. د ۲۰۱۴ ټاکنو کې د (توته، توته شويم....) او نور شعارونه چې وروسته ورته پيغور او د کمزورتيا ټکي جوړ شول. 

درېيم لامل يې د فضل احمد معنوي په څېر ځيني جنجالي څېرې دي چې د عبدالله عبدالله په ټاکنيز ټيم کې راټولې شوې وې. 

که د موازي حکومت اعلان د عبدالله عبدالله خپله پرېکړه وي او يا هم سلاکارانو او ملګرو يې مشوره ورکړې وي، په يو اړخ کې په دې اساس  د نوموړي لپاره ګټوره وه چې د لوړې په ورځ يې هم خپل مقابل لوری اړ کړ چې خبرې ور سره وکړي او سياسي واک کې  يې شريک کړي. خو د موازي حکومت اعلان په اړه نه هم عبدالله عبدالله او نه يې هم ټيم ښايي دا فکر کړی وي، چې که چېرې دوی په خپل لومړي پلان کې ناکام شي، نو پايله به يې څه وي؟

موازي حکومت اعلان يو ډول فشار وو، چې عبدالله عبدالله له طلوع نيوز سره په خپلې وروستۍ مرکې کې هم وويل چې نه غواړي دوه لوړې تر سره شي او د خبرو او حل لار غوره ګڼي. پښتو کې يو متل دی، چې خره ته پورته کېدل يو او ترې ښکته کېدل بل شرم دی. 

عبدالله عبدالله د پنځو کالونو لپاره ځان ولسمشر اعلان کړ، لوړه يې وکړه، مرستيالانو ته يې لوړه ورکړه او همدا ډول يې په ځان پسې د افغانستان د ټول - شموله حکومت د ولسمشر جمله وتړله. 

اوس که عبدالله عبدالله ته د حکومت ۹۰ سلنه برخه هم ورکړل شي، خو ولسمشر به نه وي. يا به اجرائيه رئيس وي، يا به لومړی وزير او يا به هم په کوم بل نوم او ډول د سياسي واک شريک شي. که هر ډول جوړ - جاړي ته مخه کړي، نو نوموړی به په کې ولسمشر نه وي بلکې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ به د حکومت يوه برخه جوړه شي. 

او که چېرې وضعيت همداسې پاتې شي او کوم جوړجاړی رامنځ ته نشي او ولسمشر غني هم د لا کړکېچونو د مخنيوي په پار له قهريه ځواک ګټه پورته نه کړي؛ عبدالله عبدالله به د برهان الدين رباني په ډول کانتينرونو کې همه شمول حکومت کوي. هم به نړۍ ته ځان سپک کړي او هم به په افغانستان کې د هغه ولس او سياسيونو پر وړاندې چې د اساسي قانون، مشروعيت او ديموکراسۍ په رېښتنې مانا پوهيږي. 

اوس که چېرې عبدالله عبدالله له خپل موازي حکومت تېر شي، د واک د شريک او يا هم د يو مامور په توګه د ولسمشر غني په حکومت کې ورګد شي، د اکثريت ولس زړه لاس ته راوړی شي. خو د دغه ټولو وراېخوا، که عبدالله عبدالله  په رېښتني مانا غواړي په افغانستان کې د يوې اغېزناکې سياسي څېرې په توګه مطرح پاتې شي، نو د قانون تر چتر لاندې دې اپوزېسيون اعلان کړي او د هېواد پر سياست دې څار وکړي. له دې پرته د موازي حکومت شتون يې کم عمره او نامشروع دی او په واک کې د شريک کېدو چانس يې تر ډېره له لاسه ورکړی دی.