کابل: انسان تښتونکو يو اته کلن هلک له جنسي تيري وروسته ووژلو 

روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، د کابل ولايت نوې کارتې يا کارته نو سيمه کې يوې کورنۍ رسنيو ته ويلي دي چې انسان تښتونکو ورڅخه تېره ورځ د يوسف په نوم اته کلن هلک وتښتولو او نن يې جسد پيدا کړ. 

د يوسف کورنۍ طلوع نيوز ته ويلي دي، چې  انسان تښتونکو تېره ورځ له کارته نو سيمې يوسف نومی هلک وتښتولو او له جنسي تيري وروسته يې وژلی چې جسد يې نن ورځ د کابل په بګرامۍ  ولسوالۍ کې موندل شوی دی. 

تر اوسه کابل پوليسو په دې اړه مالومات نه دي ورکړي. کابل کې که څه هم امنيتي وضعيت ښه شوی دی خو خلک له وسله والو غلاو انسان تښتونې او نورو جنايي پېښو سر ټکوي.