سريزه

 د دوستۍ لار
( دانساني اړيکو او پر نورو د اغېزې کولو لارښود )
د دوستۍ لار ستاسو سره ډېره مرسته کولاى شي؛ ځکه د ژوند په اړيکو کې دعملي بېلګو پر اساس ليکل شوى او عملي درسونه پکې دي . دا کتاب ستاسو سره مرسته کوي چې :
 - پر نورو مو اغېزه زياته شي ؛
-  دوستان مو ډېر شي؛
-  د نورو سره مو مسئلې په حکمت او هوښيارۍ هوارې شي؛
 - له بېځايه تشويش او سودا ځان وژغورئ؛
-  د کار په پيدا کولو کې بريالي شئ؛
- که ديوې ادارې مشري مو پرغاړ ه وي ښه يې چلوئ او که ترلاس لاندې دنده مو وي؛ دخپلو مشرانو باور ترلاسه کړئ؛
 - په کورني ژوند کې بريالي شئ؛
-  په ټولنه کې ديوفعال ، مهم او ګټور غړي په توګه خپل وړ ځاى ونيسئ؛
- يو ټولنيز او په معاشرت پوه شخص درڅخه جوړ شي. او ...
د همدغو ټکو په پوهېدلو موږ دا کتاب خپلې ملي ژبې ته راو ژباړه. د کتاب ژباړه ټکي په ټکي نه ده شوي؛ لومړي يو پراګراف يا يوه موضوع لوستل شوې او بيايې مفهوم په خپله ژبه ليکل شوى دی . همدا راز که په ځينو موضوعاتو کې مثالونه ډېر وو؛ موږ يې ځينې نه دي راوړي اويواځې ډېر مهم او ډېر عملي مثالونه مو ذکر کړي دي .
دا د دې ژباړې دوهم چاپ دی؛ چې په جلال آباد کې عبدالمجید مومند خپرندویه ټولنه یې خپروي . له دوی نه د زړه له کومې مننه کوم .
هيله ده دا کتاب ګرانو لوستونکو ته ګټور تمام شي؛ موږ په همدې نيت ژباړلى؛ چې ګټور راته ښکاره شوى دى؛ نو که خپل دغه مرام ته ورسېږو؛ لويه خوښي به وي. خپل سمونکي نظرونه، لارښوونې اومشورې به راباندې د مهربانۍ له مخې ولوروئ .
په مينه او درنښت
ډاکتر محمد ابراهيم شنيوارى
کابل، د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ ۲ مه