
روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، د هېواد ختيځ ننګرهار ولايت کې چارواکي وايي چې د پاکستان حکومت نن سهار وختي تورخم دروازه تړلې ده. چارواکو د دغه دروازې د تړلو لامل د کرونا ويروس مخنيوی ښوودلی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنيو ته ويلي دي چې دروازه د پاکستان له خوا تړل شوې ده او چاته د تګ - راتګ اجازه نه ورکول کيږي.
له دې وړاندې پاکستان د چمن دروازه او همدا ډول ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان له افغانستان سره خپلې پولې او د تګ - راتګ لارې تړلې وې.