طارق آرین د کورنيو چارو وزارت وياند وټاکل شو 

روهي (دوه نۍ/۲۶ د کب)، د هېواد کورنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياندويۍ دفتر پخوانی غړی  طارق آرین د دغه وزارت وياند ټاکل شوی دی. 

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز له مخې او د جمهوري ریاست د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ طارق آرین د کورنیو چارو وزارت د ویاند په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې دمخه ښاغلي آرین د جمهور رییس د ویاندویۍ دفتر د ستر غړي، د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند او له تېر یوه کال راهیسې په ملي امنیت شورا کې د پارلماني او ولسي چارو د رییس په توګه دندې ترسره کړې دي."