د کرونا ويروس په اړه  پر خلکو د چیچن مشر (کادروف) غږ: ورخطا کېږئ مه،  ارام اوسئ يوه ورځ هسې هم مه مرئ

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د د چیچن مشر کادروف پر خپلو خلکو غږ کړی دی، چې د کرونا ويروس په اړه ډېره ورخطايي مه کوئ، ارام اوسئ، مرګ شته او يوه ورځ به مرئ. 

نوموړي پر خپلو غږ کړی دی چې د کرونا ويروس په اړه دې ډېره اندېښنه نه کوې او ارام دې اوسئ. د چیچن مشر کادروف ويلي دي چې هر څه کيږي د تقدير کار به وي. 

کادروف ويلي دي چې ټول خلک يوه ورځ مري خو د کرونا ويروس د ويرې له امله ځيني خلک له خپل مرګ وړاندې په اندېښنو ځانونه وژني. 

کرونا ويروس او سمهال د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو ته رسېدلی دی چې په نړيواله کچه يې د خلکو د اندېښنې راپورته کړي دي.