سعودي عربستان ۱۳ مېلېارده، عربي اماراتو ۲۷ مېلېارده او افغانستان ۱۵ مېلېونه ډالر کرونا سره د مبارزې په پار ځانګړي کړي 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د سعودي عربستان مرکزي بانک نن ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کرونا وژونکي ويروس سره د مبارزې او مخنيوي لپاره يې ۱۳ مېلېارده امريکايي ډالر ځانګړي بودجه منظوره کړې ده. 

همدا ډول عربي متحدو ايالتو د مرکزي بانک چارواکو ويلي دي چې حکومت يې ۲۷ مېلېارده امريکايي ډالر کرونا سره د مبارزې لپاره منظور کړي دي. 

د نړۍ هېوادونه د نورو اسانتياوو ترڅنګ مېلېاردونه ډالر کرونا سره د مبارزي لپاره ځانګړي کړي دي او دا په داسې حال  کې ده، چې افغانستان کې د جګړې، روغتيايي کمو اسانتياوو او نورو ستونزو ترڅنګ په ۱۵ مېلېونه امريکايي ډالرو کرونا سره مبارزه شروع کړې ده.