پروان کې د يو جهادي قومندان زوی دوه کسان په ډزو ووژل 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، له پروان ولايت راپورنه وايي چې دغه ولايت کې د يو پخواني جهادي قومندان زوی له لفظي شخړې وروسته دوه کسان په ډزو وژلي دي. 

د طلوع نيوز په يو خبر کې ليکل شوي دي، د پخواني جهادي قومندان خواجه نبي صديقي زوی، فردوس دوه کسان په ډزو وژلي دي. 

د پرون امنيه قومندان محمد محفوظ ولي زاده د پېښې تائيد  کړی او ويلي دي چې پېښه نن روځ د پروان ولايت په بايان نومي کلي کې شوې ده.