لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموينې وځنډولې 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، هېواد کې د کرونا ويروس د خپرېدو په ترڅ کې د هېواد لوړو زده کړو وزارت په پلازمېنه کابل کې او ولايتونو کې  د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموينې ځنډولې دي. 

لوړو زده کړو وزارت نن ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر اساس د هېواد په ولايتونو او پلازمېنې کابل کې ښوونيز يو کال ځنډېدلی او همدا ډول د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموينې به تر بلې خبرپاڼې ځنډېدلې وي. 

تېره ورځ لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو په هېواد کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه تر يوې مياشتې رخصت کړل.