روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې خبرپاڼې کې ليکلي دي، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د افغانستان ۱۳۹۸ل کال ولسمشريزو ټاکنو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د بريا مبارکي ويلې ده.
السیسي ولسمشر غني ته ليکلي دي چې په ټاکنو ستاسې بريا او د دويم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د دندې پيل د افغانستان خلکو ته ستاسې د چوپړ يو بل فرصت دی.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ليکلي چې د مصر حکومت او ولس هيله لري چې په راتلونکو کالونو کې د افغانستان دولت او خلکو سره همکاري وکړي او ښې دوه اړخيزې اړيکې ولري.
نوموړي هيله ښوودلې ده چې ټاکنو کې د ولسمشر غني بريا به د افغان ولس د هوساينې او ارامتيا سبب شي.
وروستي