د شهنواز ټڼي او ډاکټر نجیب اختلاف

د ۱۳۶۸ لمریز هجري کال په نیمایي کې ډاکټر نجیب او له ده سره نږدې کسانو پلان درلود چې صالح محمد زیری، نیاز محمد مومنداو میرصاحب کاروال چې د خلق دموکراتیک ګوند په مرکزي کمیټه کې د خلق جناح کلیدي کسان بلل کیدل له خپلو موقفونو ګوښه او سلب صلاحیت کړي؛ نو دغو کسانو په ملکي او نظامي برخو کې د ګوند د خلق جناح د یوې برخې په کادرونو او صفوفو کې د ډاکټر نجیب خلاف کار پیل کړ.

د مرکزي کمیټې یادو کسانو څو ماده ایز اعتراض ولیکه او په ګوند کې یې خپلو ملاتړو او هواخواهانو ته تر اولیه سازمانونو پورې ور ولیږه.

په ټول افغانستان کې د ګوند د اولیه سازمانونو په غونډو کې د هغه څو ماده ایز اعتراض لپاره کمپاین تر سره شو.

خبره تر دې ورسیده چې صالح محمد زیري، نیاز محمد مومند او میر صاحب کاروال شهنواز تڼی چې د افغانستان دفاع وزیر و، دې ته وهڅاوه چې د ډاکټر نجیب خلاف پوځي اقدام وکړي.
شهنواز تڼي د دوی خبره ومنله او د اردو د څو برجسته جنرالانو (کبیر کارواني، جعفر سرتیر، فیروز، اصف شور او ... ) په شمول د ملي دفاع وزارت کې یې د نجیب خلاف د پوځي اقدام د رهبري کولو لپاره د قوماندې مرکز رامنځ ته کړ. د قوماندې دغه مرکز په کابل او ولایتونو کې له قطعاتو او جزوتامونو سره اړیکې تامین کړې او په قطعاتو او جزوتامونو کې د دوی ملاتړي خلقي افسران د دفاع وزارت د قوماندې ایجاد شوي مرکز، امر او قوماندې ته منتظر وو.

په همدغو ورځو کې د پوځي اقدام په اړه د پټو مهمو هدایاتو د تر لاسه کولو لپاره د کابل ولایت د قطعو او جزوتامونو څخه د دوی ملاتړي ارشد خلقي افسران د ملي دفاع وزارت قرارګاه (دارالامان قصر)  ته ور غوښتل کیدل.

"د ۹۹ دافع هوا راکټ لوا قوماندان ډګروال خان محمد چې دفاع وزارت ته روانیده، د محافظینو پر ځای ورسره درې تنه افسران روسي جیپ موټر ته وختل، په دغو دریو تنو افسرانو کې یو تن یې تورن عاشق الله غریب و (دا مهال تورنجنرال او د دفاع وزیر د دفتر ریس دی).

د لوا قوماندان ډګروال خان محمد ته د لوا یو شمیر افسرانو وویل چې دفاع وزیر شهنواز تڼي ته ووایه چې که د ډاکټر نجیب خلاف پوځي اقدام کوي تر سبا سهاره دې یې وکړي که داسې و نه شي بیا موږ ورسره نه یو".

هغه مهال د شهنواز تڼي له خوا د ډاکټر نجیب خلاف پوځي اقدام تر سره نه شو.
یوه ورځ زه او پیلوټ ستار د جنرال اصف شور کورته د ده د لیدلو لپاره ورغلو، ما له اصف شور څخه وپوښتل چې ولې مو پوځي اقدام و نه کړ.

په داسې حال کې چې په قطعو او جزوتامونو کې اکثریت پوځي افسرانو لومړۍ درجه احضارات درلودل؟ جنرال اصف شور په مایوسۍ سره وویل " ټول کار بکسکیانو خراب کړ (له بکسکیانو یې هدف زیری، مومند او کاروال وو) دوی ته ډاکټر نجیب بیرته خپل ګوندي موقفونه ومنل او دوی له خپلو بکسونو سره دفاع وزارت او کابل کې د شوروی اتحاد سفارت ته لاړل راعلل او بالاخره یې شهنواز تڼی له ټانکه راکوز کړ، او په دې سره یې د اوړو پزې جوړولو هڅه وکړه."

له هغې ورځې چې شهنواز تڼي د ډاکټر نجیب خلاف د پوځي اقدام تابیا نیولې وه، څه نا څه درې میاشتې تیرې شوې. د دغو دریو میاشتو په جریان کې ډاکټر نجیب د جنرال نبي عظیمي تر قوماندې لاندې نظامي ګارنیزیون پیاوړی کړ، د قطعو او جزوتامونو لپاره یې خپل ملاتړي قوماندانان وټاکل، خاص ګارډ یې د تشکیل، پرسونل، سلاح او مهماتو له پلوه پیاوړی کړ. بل خوا شهنواز تڼي هم د قطعاتو او جزوتامونو لپاره خپل ملاتړي درستیزوالان او مرستیالان وټاکل او د دفاع وزارت د قرارګاه محافظ غونډ یې تقویه کړ چې د ۹۹ یمې راکټ لوا افسر تورن عاشق الله غریب یې د یاد محافظ غونډ د مرستیال په توګه مقرر کړ.

د ۱۳۶۸ ل، ه کال په حوت میاشت کې د شهنواز تڼي او ډاکټر نجیب د ملاتړو ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوه، د کابل پر بالاحصار (خاص ګارډ قومانداني) او ځینو نورو برخو د جیټ الوتکو بمبارډونه هم وشول.

د دفاع وزارت قرارګاه او محافظ غونډ یې د ملي امنیت پنځم ریاست له لارې د ډاکټر نجیب ملاتړو ځواکونو ونیول.

شهنواز تڼی د هوایي او هوایي مدافع قواو لوی قوماندان جنرال قادر اکا په مرسته او ملتیا بګرام هوایي ډګر او له هغه ځایه د الوتکې پواسطه پاکسنان ته ولاړل.

دا چې د حوت میاشتې په هغه نښنه کې لومړی برید چا وکړ؟ او نورې ډیرې اړوندې خبرې هم شته چې دلته یې له لیکلو تیریږم.