د کرونا ويروس په اړه څلور مهم مسايل (خبرې)؛ خپل او د نورو ژوند وژغورئ 

اوس مهال نړۍ کې د کرونا پر ويروس د ککړو کسانو شمېر تر يو لک او پنځوس زره کسانو  نېږدې شوی دی او همدا ډول دغه ويروس د نړۍ د ۱۵۰ هېوادونو ته رسېدلی دی. د کرونا ويروس څخه د ځان ساتنې په اړه بيلا بيل مالومات خپريږي، چې ښايي ځيني مالومات يې ستاسې ذهن ګډوډ کړي او موخه يې سوداګريز او تجارتي کړه - وړه دي. 

د کرونا ويروس څخه د ځان ساتنې، نښو - نښانو، د اخته کېدو په صورت کې درملنې او ځان يوازې ساتنې يا قرنطين په اړه دلته ولولئ. 

۱- ځان ساتنه يا وقايه: 
د روغتيا نړيوال سازمان د منل شوي اصلو پر بنسټ؛
-  د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره بايد خلک له ګڼيزو ځايونو ډده وکړي. ورزشي لوبو، راټولېدونو، ناستو، ښوونځيو، پوهنتونونو او په لويه کې له ګڼې - ګوڼې بايد ډډه وشي. 

- که چېرې ساتې په څنګ کې  کوم کس ټوخی کوي او يا پرنجيږي نو هڅه وکړئ چې يو متر يا درې فوټه فاصله يا واټن ترې ځان وساتي. 

- کرونا ويروس په شل منفي درجې تودخي کې فعاليت کوي او په دېرش مثبت درجي کې له فعاليت لويږي او د تودخي په ۶۰ مثبت درجه کې له منځه ځي. د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره خپل لباسونه لمر ته واچوئ، په خپله لمر ته کېنئ، ګرم څښاکونه وڅښئ، په تودو اوبو مو لاسونه پرېمېنځئ او خوله مو پټه وساتئ. 

- دا چې  نورو کسانو ته له تاسې او تاسې ته له  نورو کسانو ته ويروس ونه رسيږي، د ټوخي او پرنجېدو په وخت کې مو خولې په کاغذي دسمال سره پټه کړئ، که دسمال نه وي نو لاس ورته ونېسئ. 

- مخ، پوزې، شونډو، خولې او سترګو سره ډېر تماس مه نېسئ او لاس مه وروړئ. 

- هغه شيان او سطحه چې  ډېر ور سره په اړيکه کې يئ پاک وساتئ. د بېلګې په ډول دفتر کې کاري مېز، کمپيوټر او نور وسايل چې لرئ يې او يا کاروئ پاک وساتئ. 

- که چېرې  مسجد ته د لمونځ لپاره ځئ، نو ځان لپاره خپل جای نماز يوسئ. 

- له حيواناتو ځان لېرې وساتئ او تر ډېره اړيکه مه ور سره ونيسئ. 

- له ماسک ګټه واخلئ او په ځانګړي ډول بهر ته د تګ پر مهال ماسک واغوندئ. 
يادونه: د ماسک څخه د ګټې په اړه د روغتياپالانو او ډاکټرانو نظرونه بيلا بيل دي. ځيني په دې باور دی چې ماسک يوازې د ناروغ کس لپاره ګټور دی چې ويروس خپور نه کړي. دا چې ماسک ازاد وي، په بشپړ ډول تنفسي سېسټم نه شي پوښلی،  نو نه شي کولی چې روغ کس له دغه ويروس وساتئ. خو بيا هم د ډېرې پاملرنې لپاره يې کارونه ښه ده. 

۲- له اخته کېدو وروسته د کرونا ويروس نښې - نښانې: 
د روغتيا د نړيوال سازمان د مالومات پر اساس د کرونا ويروس عمومي نښې  تبه، ستړيا او چی ټوخی دی. شونې ده چې ځيني ناروغان ښايي د وجود درد، د پوزې بندوالی، له پوزې د اوبو بهېدنه، د مريو درد او اسهال هم ولرئ. 

پر کرونا ويروس ککړ کسان په دې پار د ۱۴ ورځو لپاره قرنطين کيږي چې د ۱۴ ورځو په موده که چېرې يو کس په کرونا اخته وي ټولې نښې - نښانې يې را څرګنديږي. خو دا هم شونې ده چې له پنځو بيا تر شپږو ورځو پر کرونا ويروس اخته کس کې پورته ذکر شوې نښانې را څرګندې شي. 

هغه کسان چې عمرونه يې لوړ وي، د وینې لوړ فشار ولري، د شکر په ناروغۍ اخته وي او د زړه اړوند نورې ناروغۍ ولري په دې ويروس د نورو په پرتله ډېر اخته کيږي. 

درملنه او قرنطين په دويمه برخه کې ...