کرونا ويروس تر اوسه لس افغانان وژلي دي 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د کډوالو چارو وزير سید حسين عالمي بلخي نن ورځ پارلمان ته غوښتل شوی وو،  په ايران کې يې د افغان کډوالو او کرونا ويروس په اړه مالومات وړاندې کړل. 

کډوالو وزير سید حسين عالمي بلخي ويلي دي چې تر اوسه په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو څخه لس افغانان مړه شوي دي او همدا ډول په لسګونه نور افغان کډوال ايران کې په دې ويروس اخته شوي دي. 

نوموړي له ايرانه افغانستان ته د  کډوالو په بې مهال وېشه بېرته راتګ اندېښنه ښوودلې ده او ويلي دي، چې هغه افغان کډوالو چې ايران کې په کرونا اخته شوي دي افغانستان ته په راتګ سره دغه ويروس خپارولی شي. 

ولسي جرګې نن ورځ د عامې روغتيا، بهرنيو چارو، کورنيو چارو، طعبيي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې، قومونو  او سرحدونو او کډوالو چارو وزيران د مالومات په پار ولسي جرګې ته غوښتي وو.