.jpg)
روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي اتسازي زلمي خليلزاد نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو، راتلونکو ګامونو او همداراز د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي په اړه مفصل بحثونه وکړل."