د ولسمشر ټرمپ د کرونا ويروس معاينه شوې او پايله يې منفي ده 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو کې د کرونا وژونکي ويروس د څو مثبتو او مړينې پېښو وروسته د دغه هېوادد ولسمشر دنالډ ټرمپ په يا هېواد کې بيړنی حالت اعلان کړی دی. 

په خپله ولسمشر ټرمپ هم د کرونا ويروس په په خاطر معاينه شوی او سپينې ماڼۍ ويلي دي چې نوموړی په کرونا نه دی اخته او پايله يې منفي ده. 

دا په داسې حال کې ده چې ايران کې لوړپوړي دولتي کسان کرونا نېولي او همدا ډول  د کاناډا  لومړي وزير او ميرمن کې يې د کرونا نښې - نښانې لېدل شوې وې او قرنطين شوي. 

افغانستان کې هم د کرونا ويروس د مثبتو پېښېو شمېر ۱۶ ته ورسېده چې تازه يې يوه په دايکنډي او څلور په هرات ولايت کې ثبت شوې دي. 

افغان حکومت تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ناتسه وکړه ترڅو د کرونا سره د مبارزې او مخنيوي لپاره يې هلې - ځلې وشي.