د (نیلسن منډیلا) پر ژوند، سياسي مبارزې او نړيوال انځور لنډه کتنه 

زوکړه او کورني ژوند: 
نیلسن رولیهلا منډیلا په ۱۹۱۸ز کال کې په د سويلي افريقا په کېب ولايت کې زږېدلی وو. د نوموړي لومړی او اصلي نوم رولیهلا وو چې له  (جوزا Xhosa) ژبې اخېستل شوی او د ستونزې جوړونکي، troublemaker او سردرد مانالري. نيلسن عيسوي نوم دی چې د ښوونځي د لومړۍ دورې ښوونکي پر منډېيلا اېښی وو.  نوموړي درې وادونه کړي وو او شپږ  اولادونه لري. 

زده کړې: 
د ښوونځي دورې له زده کړو وروسته منډيلا د ټولنيزو علومو په برخه کې Fort Hare نومي پوهنتون کې شامل شو چې د زده کوونکو په يو لاريون کې د ګډون پر اساس له پوهنتون وشړل شو او ياد پوهنتون کې يې زده کړې بشپړې نه کړې. مڼديلا وروسته د سويلي افريقا په پوهتون کې د ليسانس زده  کړې بشپړې کړې. 

ټولنيزو علومو کې له ليسانس وروسته نوموړي په Witwatersrand کې د حقوق برخه کې داخله واخېسته او د کمزوري اقتصاد له امله يې هغه زده کړې هم په نميايي کې پرېښوودلې. ۱۹۸۹ کال کې چې  کله دی له زندان ازاد شو نو بيا يې پوهنتون شروع او د حقوقو برخه کې يې هم ليسانس بشپړ کړ. 

د سياسي فعاليت پيل: 
نیلسن منډیلا په ۱۹۴۲ کال کې د افريقا ملي کنګرس کې غړی شو او له هغې وخت يې سياسي فعاليت او مبارزه پيل کړه. په ۱۹۴۴ کال کې نوموړي د ځوانانو په نوم ټولنه رامنځ ته کړه. د نوموړي مبارزه په سويلي افريقا کې د لږکيو سپين پوستو پر وړاندې وه. 

د خيانت په جرم زنداني کېدل: 
نیلسن منډیلا په ۱۹۵۶ کال کې د خيانت په جرم ونېول شو او په زندان کې واچول شو. له پنځه کاله زندان وروسته، نیلسن منډیلا او ۲۷ نور کسان بې ګناه وپېژندل شول او له زندان ازاد شول. ۱۹۶۲ کال کې نیلسن منډیلا خپل نوم بدل کړ او په پټه له هېواد وتښتېد. نوموړي لندن، اتوپيا او يو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل او د وخت حکومت پر وړاندې يې د مبارزې لپاره د مرستو او همکارۍ غوښتنه وکړه. همدې کال کې نوموړي په مراکش کې پوځي مرستې تر لاسه کړې او بېرته سويلي افريقا ستون شو. 

نیلسن منډیلا د ۱۹۶۲ کال په اګسټ مياشت کې په دې جرم چې پرته له اجازې له هېواد تللی وو، پوليسو ونېولو په پنځه کاله بند يې محکوم کړ. ۱۹۶۳ کال کې نیلسن منډیلا په اعدام محکوم شو او نوموړي محکمې ته دغه وينا وکړه چې نړيوال شهرت شهرت يې خپل کړ. "ما د سپين نژاد د والکې پر ضد جګړه کړې، ما د تور نژاد د والکې پر ضد جګړه کړې. زه د يوې ازادې او خپلواکې ټولنې لپاره مبارزه کوم، چېرته چې ټول مساوي حقوق ولري، له همپالنې، ګډ ژوند او مساواتو برخمن وي. دا زما د زړه ارمان دی او هيله لرم چې په ژوند يې لاس ته راوړم او که چېرې اړتيا وي چې زه د دغه ارمان لپاره مړ شم، نو زه تيار يم."

منډيلا او ورسره اته نور ملګري يې د اعدام پر ځای د عمري بند په سزا محکوم شول. 

له زندانه خوشي کېدل: 
۱۹۸۸ کال کې نیلسن منډیلا په زندان کې ناروغ شو. نوموړی له زندان روغتون ته يوړل شو او څرګنده شوه په TB يا تربکلوز ناورغۍ اخته دی. تر يوې مودې دی په ځانته خونه کې ساتل کېدو او وروسته له ناروغۍ روغ او ازاد شو. 

۱۹۹۱ کال کې د سويلي افريقا واکمن حکومت او د مخالفو ډلو ترمنځ خبرې پيل شوې. دغه خبرو کې نیلسن منډیلا مرکزي رول درلود او دی د افريقا د ملي کنګرس مشر ټاکل شوی وو. د خبرو په پايله کې په ۱۹۹۴ز کال کې سويلي افريقا کې ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې. ټاکنو کې منډيلا وکولی شول چې د افريقا د لومړي ولسمشر په توګه له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۹ په واک کې پاتې شي.  او همدا ډول له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۷ پوري منډيلا د افرقيا ملي کنګرس مشر په توګه کار کړی. 

مړينه
نیلسن منډیلا په ۲۰۱۳ز کال کې د ۶۵ کالونو په عمر د دسمبر مياشتې په پنځه نېټه د تنفسي سېسټم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د نوموړي پر مرګ لس ورځې ملي ماتم اعلان شو. 

نیلسن منډیلا ته په ۱۹۹۳ کال کې د نوبل نړيواله جايزه هم ورکړل شوې وه او له مرګ وروسته يې يوازې ۴ مېلېونه امريکايي ډالر پيسې خپلې کورنۍ ته پرېښودې.