متحدو ايالتو کې د کرونا ويروس پر وړاندې د (حکومت او ګوګل) ګډه مبارزه

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، ګوګل کمپني د متحدو ايالتو حکومت سره ګډ کار کوي ترڅو هلته د کرونا وژونکي ويروس پر وړاندې مبارزه وکړي او د لا خپرېدو مخه يې ونېسي. 

ګوګل نن ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې يو پراخه وېب سايټ به جوړ کړي او له لارې به يې د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی تر سره کړي. ګوګل د دغه چارې د تره سره کولو لپاره ۱۷۰۰ انجنيران په دنده ګمارلي دي.

د ګوګل مسوولين وايي چې د ياد وېب سايټ له لارې به د کرونا ويروس په اړه مالومات وړاندې او د متحدو ايالتو ټول وګړي به وکولی شي چې د کرونا ويروس نښې - نښانې او په اړه يې پوښتنې شريکې کړې، چې بيا به د همدې وېب سايټ له لارې له حکومتي مسوولين سره شريکې کيږي. 

د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ هم تېره جمعه د ګوګل له دغه هڅې مننه کړې او ويلي دي چې دا اقدام به د متحدو ايالتو وګړو سره مرسته وکړي چې په دې پوه شي، چې آيا دوی په کرونا ککړ دي او کنه.