ولسي جرګه نن له شپږو وزيرانو د کرونا ويروس په اړه مالومات غواړي 

روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، ټاکل شوې ده چې د کابينې شپږ وزيران به نن ولسي جرګې ته لاړ شي او د کرونا ويروس په اړه به د ولسي جرګې غړو ته د حکومت د کړنو او هڅو په اړه مالومات ورکړي. 

د بهرنيو چارو،  کورنيو چارو، عامې روغتيا، کډوالو چارو؛ قومونو، قبايلو او سرحداتو او د بيړنيو او طعبيو پېښو پر وړاندې مبارزې وزيران به نن ولسي جرګې ته لاړ شي او د کرونا ويروس په اړه بهش د حکومت په اقداماتو مالومات وړاندې کړي. 

افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۶ ته ورسېد چې  تازه يې يوه په دايکنډي او څلور نوې پېښې په هرات ولايټ کې ثبت شوې دي.