
روهي (يوه نۍ/۲۵ د کب)، د هېواد عامې روغتي وزارت وايي چې تازه په افغانستان کې د کرونا ويروس پنځه پېښې ثبت شوي دي. د وزارت د مالوماتو پر اساس دغه پېښې په دايکنډي او هرات ولايتونو کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مایار وایي، تازه څلور پېښې په هرات او یوه په دایکندي ولایت کې ثبت شوې ده.
له دې نویو پېښو سره په افغانستان کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۱۶ کسانو ته ورسېده. تېره ورځ په بلخ، کاپيسا او سمنګان کې د کرونا ويروس د تازه پېښو ويل شوي وو.