ولسمشر په کې شتون نه لري؛ کرزي، عبدالله، حکمتيار، محقق، خليلي، رباني او نورو د مصالحې عالي شورا د جوړېدو کار پيل کړی 

ولسمشر په کې شتون نه لري؛ کرزي، عبدالله، حکمتيار، محقق، خليلي، رباني او نورو د مصالحې عالي شورا د جوړېدو کار پيل کړی 
روهي (نۍ/۲۴ د کب)، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار، محمد محقق، محمد کريم خليلي، صلاح الدين رباني، انور الحق احدي، سيد حامد ګيلاني، دين محمد او يو شمېر نورې سياسي څېرې نن سره راټولې شوې وې او د هېواد په روان وضعيت يې خبرې کړې. 

دوی د سولې يا مصالحې  په نوم عالي شورا رامنځ ته کړې، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو او د سولې اړوند نورو مسايلو کې بحث کړی دی. 

دغه شورا په يوې اعلاميې کې ويلي دي، چې د شورا په نننۍ ناسته کې د سولې پلاوي پر جوړښت او د سولې لار کې  په شته خڼدونو بحث کړی. 

دغه سياسيون په داسې يو وخت کې ناسته کې چې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو سره هم مهاله عبدالله عبدالله د اساسي قانون سره په ټکر او د نړيوال مشروعيت پرته موازي حکومت اعلان کړی او همدا ډول دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک اړوند د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ستونزو ته لوېدلې دي.