افغانستان کې د اوبو لګونې د دودیز سیستم پیژندنه!

دا چې افغانستان د نړۍ له هغه هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې کرنه یې په ټوله کې عنعنوي بڼه لري او ددې هیواد زیاتره بزګران له ساده او وطني وسایلو،طریقو او روشونو څخه په خپله کرنه کې استفاده کوي نو ورسره په څنګ دوی په خپلو کروندو کې د اوبو لګولو له ساده طریقو څخه هم ګټه پورته کوي، چې یو له دې طریقو څخه هم د سیلابي اوبو ،روانو اوبو او یا له هغو اوبو څخه چې د باران د اوریدو په وخت کې راغونډیږي ګټه پورته کوي.
 
کوم چې دوی یې سم دلاسه خپلو کروندو ته د اوبو لګولو په مقصد رهنمایي کوي په داسې حال کې چې دغه اوبه په ځان کې مختلف قسمه مواد او د خاورې خواص لري چې له دې جملې څخه یې د خاورې د تیزابیت څخه یادونه کوو چې د زیاتره نباتاتو لپاره زهري تمامیږي او د دوی په وده باندې منفي اغیزې لري او همدارنګه د سیلابونو اوبه د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ډول ډول د هرزه واښو تخمونه ،ناروعۍ او همداشان هغه خاورې د ځان سره وړي کومې چې د خراب جوړښت(Structure ) درلودونکي وي ، خو د  افغانستان بزګران یې سمد لاسه د خړوبولو په منظور استعمالوي چې د سیلابونو اوبه په مستقیمه توګه نبات ته ورکول د نبات په وده باندې بد اثرات وردوي.
 
افغانستان د اوبو د پراخو سرچینو په درلودلو سره بډایه هېواد ګڼل کیږي، د دغه هېواد ډيری اوبه د بارانو او واورو څخه ترلاسه کيږي، چې بزګران یې بیا د خپلو کروندو د خړوبول او نورو موخو د پوره کیدو په موخه کاروي، خو اوبو استعمال يې موقتي بڼه خپله کړي، دا ځکه چې په کور دننه د اوبو د زخيره کولو لپاره لپاره اړینې زخیرې ډيرې کمې تر سترګو کیږي، همدا لامل دی چې د هېواد ډيری اوبو نورو هېوادونو ته وربهیږي او زموږ د ډيرې کمې ګټې اخیستنې لاندې راځي.
 
د سیلابي اوبو په واسطه خړوبول لرغونی قدامت لري له کومه وخته چې اوبه لګول شروع شوي د ابیاري نوموړی سیستم هم د بزګران له خوا عملی شوی دی، خو دغه سیستم په لومړیو کې په پراخه پیمانه په دودیز او راوجي بڼه استعمالیده خو په اوس وخت کې ددې سیستم په استعمال کې یو څه پرمختګونه ترسترګو کیږي او په کمه کچه عصري شوی ده.
 
د سیلابي اوبو په واسطه خړوبونه په نوره نړۍ کې په عصري بڼه شتون لري دا ځکه چې دوی د سیلابونو د اوبو لپاره منظمه اداره ،د سیلابي اوبو د تصفیې لپاره د مختلفو وسایلو شتون او همداشان ددې اوبو د زخیره کولو لپاره د پراخه ساحتمانونو موجودیت په ګوته کولی شو خو له بده مرعه په افغانستان کې ددې اوبو د تنظیم ،اداره کولو ،تصفیه کولو او زخیره کولو لپاره ډیر کم کار شوی دی.
 
د ابیاري نوموړی سیستم چي په افغانستان کې نږدې( ha۱۵۰۰۰۰)هکتاره ځمکه خړوبوي کوم چې په پراخه کچه کارول کیږي، په سیلابي اوبو باندي د خړوبولو تخنیکونه له دودیزي خړوبونې څخه متغیر دي، سره لدې چې په نوموړې برخه کې پرمختګونه د هیواد د ځینو مرکزي سیمو د کرنې په پرمختګ کې په پراخ ډول مرسته کوي.
 
دا ځکه چې په دې برخه کې د نویو پرمحتګونو شتون کولی شي چې په مختلفو وختونو کې د کرنیزو ځمکو لپاره اوبو تهیه او زخیره کړي ترڅو بزګران په هر وخت کې ددې اوبو څخه په خپلو کروندو کې ګټه پورته کړي او هم کیداشی نوی پرمختګونه د حاصل په زیاتوالي هم د پام وړ مثبته اغیزه ولري.
 
په پوره باور سره ویلی شو چې د سیلابونو د اوبو منظم استعمال موږ سره د اوبو په سپما کې پوره مرسته کولی شي او موږ د یوې عصري کرنې په لور سوق کولی شي.
 
د هېواد په اکثرو سیمو کې د اوبو لګولو د نويو او عصري سیستمونو څخه ډيره کمه ګټه پورته کيږي، دا ځکه چې له يو لوري بزګران د نويو سیستمونو له استعمال سره بلد نه دي او له بل لوري دوی وخت په وخت د اوبو له کموالي سر ټکوي، په افغانستان کې تر ډيره پورې سيلابي اوبه لګونه رواج لري، کومه چې د زياتره نباتاتو لپاره مناسبه نه ګڼل کيږي.
 
افغان دولت په تېره بیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  او د انرژۍ او اوبو وزارتونه باید د اوبو تنظیم ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو په هېواد کې شته اوبه مهار او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکارول شي نه د پرديو د ګټې اخیستنې لپاره، د اوبو لګونې په برخه کې همکارې ادارې باید د اوبو لګولو نوي او عصري سیستمونه بزګرانو ته وروپيژني او په دې برخه کې د دې سیستمونو د رواجولو لپاره د بزګرانو ملاتړ وکړي.