افغانستان کې به ټول ښوونځي او پوهنتونونه له ټاکلې مودې يوه مياشت وروسته پيليږي 

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د کرونا ويروس د لا خپرېدو د مخنيوي په پار ټاکل شوې ده، چې د هېواد پوهنې وزارت اړوند ښوونځي او د لوړو زده کړو وزارت اړوند پوهنتونونه د پيل د ټاکل شوې مودې يوه مياشت وروسته شروع شي. 

دا پرېکړه نن ورځ پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو کړې ده. په افغانستان کې اوس مهال د کرونا ويروس د ککړو شمېر ۸ ته رسېدلی دی، چې شپږ پېښې په هرات او درې يې د هېواد په شمال کې ثبت شوې دي. 

د ولسمشر محمد اشرف غني په امر، کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره ماليې وزارت ته لارښوونه شوې ده، چې ۱۵ مېلېونه امريکايي ډالر ورته ځانګړي کړي، خو لا هم د دغه ويروس د عامه پوهاوي په برخه کې بشپړ کار نه دی شوی.