مصر کې سيلابونو ۲۰ کسان مړه کړي، لسګونه ورک او ټپيان دي 

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د مصر په دې وروستيو تاريخ کې  اوسني سخت بارانونه او سيلابونه بې ساري دي. د وروستيو شمېرو پر اساس تر اوسه ۲۰ کسان په سيلابونو کې مړه شوي او په لسګونه نور ټپيان او ورک شوي دي. 
 
د مصر لومړي وزير مصطفی مادبولي له مصري قربانيانو سره خواخوږي ښوودلې او ويلي دي چې په تېرو څلور لسيزو کې دا ډول سيلابونه بې ساري دي.  مصر کې الوتنې، د بسونو او اورګاډو تګ - راتګ هم ځنډول شوی دی. 

د پلازمينې قاهرې په شمول د مصر په ډېری سترو ښارونو کې د سيلابونو اوبه د ښار منځ او د خلکو تر کورونو تللي دي، چې درنه مالي زيانونه يې اړولي دي. 

مصر د افريقا په شمال کې پروت هېواد دی چې تر ډېره وچ اقليم لري، خو اوسني سيلابونه په کې  ويجاړونکي دي.