کرونا ويروس  او پر نړيوال ورزش يې اغېز 

روهي (نۍ/ ۲۴ د کب)، له چين خپور شوي کرونا ويروس اوس مهال د نړۍ نېږدې سلو هېوادونو ته ځان رسولی، تر ۴۰۰۰ کسان يې وژلي او تر ۱۲۰ زره نور پرې ککړ دي. 

دغه ويروس د ټولنيز ژوند ټولې برخې لکه زده کړې، سوداګري، تګ - راتګ، راټولېدنې او کار محدود او اغېزمن کړی دی. سپورټ يا ورزش هم هغه برخه ده چې کرونا پرې ناوړه اغېز کړی دی. 

روغتيا پالان تر ډېره په دې ټېنګار کوي چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره بايد له ګڼې - ګوڼې خلک لېرې وساتل شي او ورزش بيا هغه کړه - وړه ده چې پرته له ګڼيز چاپيريال نه تر سره کيږي. 

د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې د فوټبال، کرېکټ، هاکي، بسکتبال، تنيس، رګبي، ګلبي، ګلف، سايکلېنګ، بزبال او نورو لوبو نړيوال او کورني کلپونه او سيالۍ لغوه شوې او ځنډېدلې دي.