پوليسو د خپل پلار، مور، ورور او وراره وژنکی (قاتل) ونېولو 

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د کابل پولس عبدالمجيد نومي کس چې پنځه ورځې وړاندې يې خپل پلار، مور، ورور او وراره د کور دننه وژلي وو نېولی دی. 

د کابل امنيق قومندانۍ په خبرپاڼې کې ويل شوي دي چې نوموړي کس د کب مياشتې په ۱۹مه شپه د کابل ولايت اتمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې خپل پلار، مور، ورور او وراره وژلي وو. 

د پوليسو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې  د قرباني کورنۍ غړو پر عبدالمجيد نومي د دغه قضيې  مستقيمه ادعا لره او نوموړي پر خپل جرم هم اعتراف کړی دی.