بېل کېټس: له مايکرو سافټ استعفا ورکوم او په بشري چارو تمرکز کوم 

ېل کېټس: له مايکرو سافټ استعفا ورکوم او په بشري چارو تمرکز کوم 
روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د مايکرو سافټ شرکت بنسټګر او اجرائيوي رئيس بېل ګېټس تېره ورځو رسني، ته ويلي چې پلان لري ترڅو په مايکرو سافټ کې خپل مسووليت او دنده پای ته وروسوي او پر ځای يې پر خير رسونې او بشري چارو تمرکز وکړي. 

بېل ګېټس چې اوس مهال د مايکرو سافټ په لارښووده شورا کې دی، غواړي خپل مسووليتونه او رسمي دنده په مايکرو سافټ کې را کمه او يا تر دې چې په بشپړ ډول خوشي کړي. 

د نړۍ دغه مېلېاردي شتمن پلان لري ترڅو د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې د هغه کسانو لاس نيوی وکړي، چې بشري مرستو ته اړتيا لري. 

مايکرو سافټ له تېرو څو لسيزو د ټېکنالوژۍ او پوستغالي پروګرامونو په برخه کې نړيوال نوم او پراخه شرکت دی، چې د کمپيوټر عامل پروګرام وېنډوز او نور يې د ډېر شهرت وړ دي.