
روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنت مک کنزي په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه ويلي دي چې داسې ښکاري په افغانستان کې به هېڅکله هم جګړه او وينه بهېدنه پای ته ونه رسيږي.
نوموړي تېره ورځ د متحدو ايالتو پنټاګون کې دغه څرګندونې له خبريالانو سره کړې دي. کنزي ويلي دي چې د طالبانو له خوا بريدونه د سولې شوي تړون د تاوتريخوالي کمېدو شرط په نسبت ډېر دي.
نوموړي ويلي دي چې که څه هم وسله وال طالبان د افغانستان په ښارونو او بهرنيو ځواکونو بريدونه نه کوي، خو په لېرې سيمو کې يې جګړه توده ساتلې ده.
جنرال مک کنزي ويلي دي چې ان تر دې چې د افغانستان په ځينو لېرې پرتو سيمو کې داسې فکر کيږي چې په دې هېواد کې اوس روسان جګړه کوي.