د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب او عطا محمد نور پر روان سیاسي وضعيت لېدنه او خبرې کړې 

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د هېواد ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب تېره ورځ د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور د لېدنې لپاره د هغې تر استوګن ځای ورغلی. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې په دې لېدنه کې د هېواد پر روان وضعيت، سياسي بدلونونو، امنيت، د سولې بهير او پر هېواد کې پر ثبات ساتنې خبرې شوې. 

عطا محمد نور له هغه کسانو دی چې د ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ کوي او په ټاکنيز ټېکټ کې يې په وروستيو کې ګډونوال شو.