درې مياشتې وړاندې له هوا او ځمکې پر پوځي عمليات وشول، خو نظام قيصاري بيا بلخ تللی 

روهي (نۍ/۲۴ د کب)، د جنرال دوستم نېږدې پوځي کس او د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان نظام الدين قيصاري له خپلو وسله  والو سره بلخ ولايت ته تللی دی. 

بلخ کې د نظام الدين قيصاري پر کور ځانګړو ځواکونو درې مياشتې وړاندې له هوا او ځمکې پوځي عمليات وکړل، د نوموړي اووه ساتونکي په کې ووژل شول خو په خپله نظام قيصاري وتښتېد. 

په ټولنيزو رسنيو خپره شوي انځورنه ښيي چې بلخ ته په رسېدو، نظام قيصاري د هېواد په شمال کې ۲۰۹شاهين قول اردو ته روځي، له پوځيانو سره ګوري او پوځي قطعه هم ورته وړاندې کيږي. 

ملی امنيت شورا، ملي  دفاع او کورنيو چارو  وزارتونه بلخ ته د نظام قيصاري په بېرته ورتګ او هلته له افغان پوځيانو سره د لېدنې برخو کې مالومات نه دي ورکړي.