جنرال دوستم په ۲۰۱۴ او عطا محمد نور په ۲۰۲۰ کال کې کرونا ويروس نيولی! 

جنرال عبدالرشيد دوستم او جنرال عطا محمد نور له تېرو ۴۰ کالونو او په ځانګړې ډول له ۲۰۰۱ کال را وروسته د افغانستان په کورني سياست کې د اغېز وړ څېرې دي. د حکومتي دندو ترڅنګ جنرال عبدالرشيد دوستم د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند مشرتوب کوي او عطا محمد نور بيا د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس دی. جنرال دوستم د نورو قومونو ترمنځ په ازبکانو او عطا محمد نور په تاجکانو کې مهمې او د اغېز وړ سياسي څېرې دي. 

جنرال عبدالرشيد دوستم او عطا محمد نور د سياسي نفوذ وراېخوا، پراخه ولسي ملاتړ لري چې په پايله کې يې  يو څه کورنی کړکېچ رامنځ ته کولی او هم کړکېچونه او حساسيتونه ارامولی شي. 

د دوی سياسي او قومي نفوذ ته په کتو، د ولسمشريزې ټاکنو پر مهال ټاکنيزې ډلې هڅې کوي چې دوی له ځان سره ولري او خپل ټېکټ هم پرې ټول شموله او هم پرې غښتلی کړی. د ۲۰۱۴ ولسمشريزو ټاکنو پر مهال جنرال عبدالرشيد دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په ټاکنيز ټېکټ کې لومړی مرستيال شو او هغه مهال عطا محمد نور د عبدالله عبدالله ټاکنيز ټېکټ مهم کس وو. 

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشريزې ټاکنې کړکېچ ته لاړې نو عطا محمد نور د عبدالله عبدالله د څنګ کلک کس وو او په شمال کې يې ولسمشر غني ته قانوني او هم له قانون وراېخوا سيالۍ او ستونزې رامنځ ته کړې. عطا محمد نور هغه وخت ګواښ کړی وو، چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت به ونه مني او هوډ يې دا وو چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په څوکۍ کېنوي. 

عطا محمد نور هغه مهال د خلکو ترمنځ وو، رسنيزې ناستې يې جوړولې، لاريونونه يې رهبري کول، د ژيړ او زرغون په نوم حرکتونه يې کول او تر دې چې د جګړه په بڼه ترې ويره کېدله. خو جنرال عبدالرشيد دوستم چې د ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنيز ټېکټ لومړی مرستيال تر ډېره له رسنيو لېرې وو، هغه ډول يې د ولسمشر غني ملاتړ ونه کړ، کوم ډول چې عطا محمد نور له عبدالله عبدالله کولو. 

که څه هم ولسمشر غني او جنرال دوستم د ټاکنو پر مهال او له ټاکنو يو څه وخت  وروسته سره نېږدې ملګري وو، خو جنرال عبدالرشيد دوستم هغه غوسه او قهريه څېره چې اوس يا يې په تېر کې لرله، د ۲۰۱۴ ټاکنو پر مهال د ولسمشر غني به ملاتړ ډېره څرګنده او رسنيزه نه کړه. جنرال دوستم تر ډېره چوپ وو؛ تر ډېره يې  د ګواښونو او احساساتو ډګې څرګندونې او ناستې ونه کړې. 

اوس مهال بيا انځور سرچپه شوی. عطا محمد نور چې د ۲۰۱۴ ټاکنو پر مهال يې د عبدالله عبدالله ملاتړ کولو، ډېر توند تيز او رسنيو کې مطرح وو. خو نن چې د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ درېدلی دی؛ د ۲۰۱۴ کال په پرتله يې غوسه او دريځ سوړ او نرم ښکاري. د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د اعلان پرمهال او بيا وروسته چې دوه لوړې کېدلې/وشوې نه يې هغه اخطارونه عبدالله عبدالله ته ورکړل او نه يې په هغه ډول خپل ملاتړي تحريک کړل، کوم يې چې په ۲۰۱۴ کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ او دولسمشر غني په خلاف کړي وو. 

د ۲۰۱۴ کال چوپ او خاموش جنرال دوستم؛ دا ځلې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ او د ولسمشر غني په مخالفت ميدان ته رادننه شوی دی، توند، تيز او احساساتي دی. لنډ دا وايي چې  د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت ورته دې منلو او نور څه مني. 

۲۰۱۴ کال کې د جنرال عبدالرشيد دوستم  چوپيتا، ځان څنګ ته ساتل يا قرنطين  چې اوس مهال د کرونا ويروس په څېر د اخته کس اصطلاح ورته استعمالېدای شي؛ اوس مهال بيا د عطا محمد نور 
چوپيتا، ځان څنګ ته ساتل يا قرنطين دا په ګوته کوي، چې يا د ولسمشر غني سياسي مبارزه ارامه، په حوصله او له قومي حساسيتونو لېرې ده او يا دا چې د ډاکټر عبدالله عبدالله سياسي مبارزه بغاوت جوړونکې، حساسيت لرونکې او پارونکې ده.