روهي (جمعه/۲۳ د کب)، کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې هرات ولايت کې يې دوه کسان د جعلي افغانيو د ساتلو په جرم له يیو ميل تفنګچې سره نېولې دي.
د کورنيو چارو وزرت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ياد کسان د هرات اوسېدونکي چې ۴۵۰ زره جعلي افغانۍ ساتلې وې، سره د يوې تفنګچې پوليسو نېولې دي.
د وزارت په يوې بلې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو سره یو ځای د لوګر ولایت د مرکز په آبچکان سیمه کې د چرسو د پروسېس پر یوې کارخونې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د ۳۱۸ کیلوګرامه نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
په یادو نشه یي توکو کې ۱۲۳ کیلوګرامه چرس او ۱۹۵ کیلوګرامه بنګدانې شامل وو.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د چرسو د پروسېس یوه کارخونه او ۲۰۰ کیلوګرامه چرس له منځه وړل شوي دي.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.
وروستي