روهي (جمعه/۲۳ د کب)، د ولسمشرۍ پر سر د راپورته شوي کړکېچ د حل په پار پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف او زلمي خليلزاد د ولسمشر غني او پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي او ګډ حکومت د جوړېدو هڅې پيل کړې دي.
د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند مرستيال عبدالله قرلق رسنيو ته له جنرال دوستم سره د زلمي خليلزاد د ټيلفوني اړيکې پخلی کړی خو ويلي دي چې جنرال دوستم، شوي وړانديزونه رد کړي دي.
د عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې مخکښ غړي دين محمد ويلي، چې هڅې روانې دي ترڅو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر محمد اشرف غني څنګه يو ګډ حکومت رامنځ ته کولی شي.
د لوړې مراسمو وړاندې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سياف او زلمي خليلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ټاکنيز کړکېچ د پای ته رسېدو په پار ناستې وکړې، خو پايله يې ورنه کړه.
وروستي