پاکستان له افغانستان سره ټولې خپلې لارې تړلي 

روهي (جمعه/۲۳ د کب)، د پاکستان حکومت اعلان کړی دی، چې د همدې مارچ مياشتې له ۱۶ نېټې څخه به له افغانستان سره ټولې د تګ - راتګ لارې وتړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل د مارچ تر وروستۍ نېټې دوام کوي. 

د پاکستان حکومت د لارو بندېدو لامل کرونا ويروس ښوودلی دی. پاکستان تېره اوونۍ کابل کې خپل سفارت کې افغانانو ته د ويزې ورکول هم بند کړل، خو لامل يې نه وو په ګوته کړی. 

کرونا ويروس چې له چين خپور شو د نړۍ نېږدې ۱۰۷ هېوادونو ته رسېدلی دی، چې ټول - ټال ۱۲۰ زره کسان پرې ککړ شوي او تر ۴۰۰۰ زره نور مړه شوي دي.