طالبانو ور سره نه دي کتلي؛ قطر ته تللی افغان پلاوی بېرته کابل ته راستون شو 

روهي (جمعه/۲۳ د کب)، پلازمينې دوحې ته د افغان حکومت له خوا شپږ کسيز لېږل شوی پلاوي طالبانو سره ونه لېدل او بېرته کابل ته راستون شوی دی. ويل شوي چې دغه پلاوی له طالبانو پرته له يو شمېر قطري او امريکايي چارواکو سره کتلي دي. 

د هېواد ملي امنيت شورا ويلي دي چې  د ښه نيت ښوودلو لپاره به د بنديانو موضوع په اړه قطر ته يو بل پلاوی واستوي. 

د سولې عالي شورا مرستيال دین محمد رسنيو ته ويلي دي چې دغه پلاوی د امريکا په فرمایش قطر ته تللی وو او څرګنده وه چې کومه پايله به ورنه کړي. 

قطر ته د افغان حکومت شپږ کسيز پلاوی د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليک يوه ورځې وړاندې دوحې تللی وو.