هغه (اوږده جمله) چې اوس مهال يې ډاکټر عبدالله عبدالله د ځان لپاره کاروي

روهي (جمعه/۲۳ د کب)، د مجاهدينو او طالبانو واکمنۍ پر مهال د احمد شاه مسعود نېږدې ملګری او د حامد کرزي په مشرۍ، د امريکا په ملاتړ نوې اداره کې سياسي څېره عبدالله عبدالله لا هم ټاکنيز کړکېچ کې دی او خپل اعلان کړي حکومت ته ادامه ورکوي. 

عبدالله عبدالله د ۱۳۹۸ل کال ولسمشريزو   ټاکنو پايلو له اعلان سره مخالفت وښوود او د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو سره يې همهاله لوړه وکړه او ځان يې ولسمشر اعلان کړ؛ لا هم په خپل دريځ ولاړ او ځان ته د ولسمشر خطاب کوي. 

عبدالله عبدالله د هېواد اساسي قانون سره په ټکر او له نړيوال مشروعيت پرته، د ټول - ګډ په نوم موازي حکومت اعلان کړی او کابل کې يې ځيني دولتي ودانۍ په کنټرول کې اخېستې دي. 

عبدالله عبدالله اوس مهال د خپلو لېدنو، ناستو، سفرونو او ويناوو پر مهال ځان ته (د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټول شموله حکومت جمهور رییس ډاکټر عبدالله عبدالله) جمله کاروي او د ولسمشر ادعا کوي. 

عبدالله عبدالله له دې وړاندې د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس وو چې هغه مهال يې هم ځان ته (جلالتمأب داکتر عبدالله عبدالله د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس) جمله کاروله.